Englishافغانستانامنیت

د فتحې ورځې د پنځمې کالیزې په اړه د اسلامي امارت د مبارکۍ… — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-15 11:14:22🎙 Listen to radio

Summary: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الحمدلله رب العلمین و الصلوة والسلام علی سید المرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین امابعد: قال الله تعالی : انا فتحنا لک فتحا مبینا (سورة الفتح آیة ۱) له نن څخه پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ (د اسدمیاشتې ۲۴ تاریخ ۱۴۰۰هـ ش) د الله جل جلاله په نصرت او د افغان میړني ولس په مجاهده او قربانیو افغانستان له امریکايي اشغال څخه نجات وموند او د هېواد مرکز او ولایتونه د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا فتحه شول. الحمدلله و المنة د دغې سترې بریا او فتحې په مناسبت خپلو ټولو خلکو، مجاهدینو، د شهیدانو خپلوانو او کورنیو، کونډو او یتیمانو ته مبارکي وایو، له لوی الله جل جلاله څخه غواړو چې د تل لپاره زموږ وطن نور له اشغالونو، تجاوزونو، جګړو او نا امنیو څخه راته وساتي او خلک مو د شرعي نظام تر چتر لاندې د آرام او هوساینې څخه برخمن و اوسي. په ټولو افغانانو لازمه ده چې د دغې سترې بریا په مناسبت د الله تعالی شکر وباسي، د جهاد د آرمانونو د تحقق په لاره کې لا هم ډیرې هلې ځلې وکړي او د خپل شرعي نظام سره اوږه په اوږه د خپلو خلکو او وطن خدمت وکړي.د اسلامي امارت مسئولین هم باید لا ډېر د الله تعالی دین، شریعت او د خلکو خدمت ته متوجه و اوسي او له خپلو خلکو سره په ډير اخلاص، مینه او ورورولۍ تعامل وکړي، د شهیدانو آرمانونه په نظر کې ولري، د کونډو او یتیمانو د پالنې په برخه کې کوښښ وکړي او د خلکو د امنیت او سوکالۍ لپاره لا ډیرې ستړیاوې وګالي. افغانستان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د امن او آرام په فضا کې ژوند کول غواړي، هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې استعمال کړي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي چې د افغانستان په ضد په هېڅ ډول دسیسو کې ښکېل نشي او زموږ د خاورې، د حریم او منافعو درناوی وکړي.یوځل بیا د فتحې په مناسبت خپلو خلکوته مبارکي وایو او د ښه امنیت، پرمختګ او هوساینې لپاره له الله تعالی څخه لا ډېر توفیق غواړو، والسلام د افغانستان اسلامي امارت ۱/۳/۱۴۴۸هـ ق ۲۴/۵/۱۴۰۵هـ ش ــ 2026/8/15م

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-15 11:14:22

Timeline

  1. Bakhtar

    د فتحې ورځې د پنځمې کالیزې په اړه د اسلامي امارت د مبارکۍ پیغام

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 06:26:05

د فتحې ورځې د پنځمې کالیزې په اړه د اسلامي امارت د مبارکۍ پیغام

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button