Economyافغانستانپښتو

د فرهنګ او هنر معین د ناسمو دودونو مخنیوي په اړه د عالیقدر… — Bakhtar

روان خبرEconomy1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-13 18:37:11🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، شیخ عبدالرحمن طیبي، پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په یوه فرهنګي ناسته کې د خېښۍ، ودونو او حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۱۷) ګڼې فرمان پر پلي کېدو او رعایت ټینګار وکړ. په دې ناسته کې د پکتیا مرستیال والي، د اړوندو ادارو رئیسانو، سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو، فرهنګیانو، قومي مخورو، هنرمندانو او ځوانانو ګډون کړی و. شیخ عبدالرحمن طیبي د یاد فرمان د محتوا او موخو په اړه خبرې وکړې او د ټولنې اصلاح، د ناسمو دودونو د مخنیوي او د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د ټولنیزو مراسمو د ترسره کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي د ښځو د شرعي حقونو پر رعایت، د خېښۍ او ودونو په مراسمو کې د بې‌ځایه او درنو لګښتونو د مخنیوي او د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو دودونو او غیرضروري لګښتونو د مخنیوي په اړه هم خبرې وکړې. هغه څرګنده کړه چې د ټولنې اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د ناسمو دودونو د له منځه وړلو لپاره د علماوو، قومي مخورو، فرهنګپالو او د ټولنې د نورو قشرونو همغږي او ګډې هڅې مهمې دي. نوموړي همدارنګه د عامه پوهاوي د پیاوړتیا او د هغو دودونو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ, چې د خلکو لپاره ستونزې او اقتصادي درانه بارونه رامنځته کوي او د اسلامي لارښوونو له اصولو سره په ټکر کې وي.

لنډ معلومات

موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-13 18:37:11

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګ او هنر معین د ناسمو دودونو مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرمان پر پلي کېدو ټینګار وکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-13 14:31:43

د فرهنګ او هنر معین د ناسمو دودونو مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرمان پر پلي کېدو ټینګار وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button