په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په کابل پوهنتون کې د مولوي هبت الله د فرمانونو په تړاو عملي او څېړنیز کنفرانس جوړوي. د سرچینو په خبره، ښايي هبت الله هم په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. په کابل کې ځايي سرچینو نن جمعه، د لړم پر ۲۲مه وویل، چې طالبانو د مولوي هبت الله د فرمانونو په اړه عملي او څېړنیز کنفرانس لپاره سخت د امنیتي تدابیر هم نیول شوي دی او د کابل پوهنتون اړوند لیلې یې هم له محصلینو خالي کړي دي. د رارسېدلو معلوماتو له مخې ددې کنفرانس لپاره نه یوازې کابل څخه بلکې له ولایتونو څخه هم ملایان او د طالبانو غړي دعوت شوي دي او د هغوي لپاره د شپې تېرولو اسانتیاوې برابرې شوي دي. لاتروسه طالبانو ددې کنفرانس لپاره په رسمي ډول څه نه دي ویلي. له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله د فرمانونو او پرېکړو یوه مهمه برخه پر سیاسي او اداري واک د تمرکز، د شرعي او قضایي نظام د تنظیم، د ښځو او نجونو د ټولنیز حضور د محدودولو، د نشهيي توکو د کښت د منع کولو، د دولتي ځمکو د کنټرول او د دولتي ادارو د بیا تنظیم پر موضوعاتو راڅرخي. دا ټول فرمانونو طالبانو په رسمي جریده کې هم چاپ کړي دي. د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبان په کابل کې د مولوي هبت الله د «فرمانونو» په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس جوړوي
سرچینې
Afghan sources
طالبان په کابل کې د مولوي هبت الله د «فرمانونو» په اړه علمي او څېړنیز کنفرانس جوړوي