د فاکس نیوز د راپور له مخې د امریکا د جګړې وزارت ویلي، سوینټن د امریکا د پوځ د فضا او توغندیزې دفاع قوماندانۍغړی و او د یکشنبې په ورځ د یوې یوطرفه بریدګرې بېپیلوټه الوتکې د کنټرول شوې چاودنې د عملیاتو پر مهال ووژل شو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې «ټروت سوشل» ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «هر ځل چې ایران یو امریکايي سرتېری ووژني، د دې کار بیه به څو برابره پرې کړي.» ټرمپ زیاته کړې چې دا لارښوونه یې د جګړې وزیر پیټ هېګست، د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ډانیل کین او د امریکا ټولو پوځي قوماندانانو ته سپارلې ده. د مایکل ایمانویل سوینټن له وژل کېدو سره، د ایران او امریکا د روان کړکېچ له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې مرګژوبله کې هغه سرتېري هم شامل دي چې د ایراني بریدونو، پوځي الوتکو د غورځېدو او د سیمې په پوځي عملیاتو پورې اړوندو نورو پېښو کې وژل شوي دي. ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې، د کلنګ گزلا غره تاسیساتو ته په ایران کې د پاتې شویو سانتریفیوژونو د لېږدولو احتمال ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ په دې اړه مستند معلومات نه لرو… خو سانتریفیوژ له هستوي موادو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د امریکا د جنګ وزیر: تر اوسه پورې د ایران پر جګړه ۳۷ میلیارده ډالر لګښت شوی دی
سرچینې
Afghan sources
د امریکا د جنګ وزیر: تر اوسه پورې د ایران پر جګړه ۳۷ میلیارده ډالر لګښت شوی دی