د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ملا عبدالغني برادر، عبدالسلام حنفي، حامد کرزي، سراجالدین حقاني، امیرخان متقي، ملا محمد یعقوب او فصیحالدین فطرت د خپلواکۍ، ملي یووالي، امنیت، اقتصادي ځانبسیاینې او له نړۍ سره د اړیکو په اړه څرګندونې کړې دي. د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، افغانستان د خپلواکۍ، امنیت او ملي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې نوي پړاو ته داخل شوی او نړۍ باید له طالبانو سره د اصولو پر بنسټ سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي. برادر ویلي، د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي ده او هېواد باید د بل چا د اشارې پر بنسټ پرېکړې ونهکړي. نوموړي له نړۍ غوښتي چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. هغه همداراز ویلي چې افغان ولس د کورنۍ جګړې د تکرار منلو ته چمتو نهدی او په هېواد کې روانې ملي او اقتصادي پروژې باید د اقتصادي ودې لپاره پیاوړې شي. د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پوځي او ملکي مسوولینو غوښتي چې د خلکو ترمنځ قومي، ژبني، سیمهییز او مذهبي اختلافات ختم کړي. حنفي ویلي، د نړۍ استخبارات هڅه کوي په افغانستان کې اختلافات رامنځته کړي. هغه همداراز د عصري وسلو، تجهیزاتو او پوځي زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. بلخوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوه ټویټ له لارې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د طالب چارواکو او حامد کرزي مهمې څرګندونې
Sources
External sources
د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ د طالب چارواکو او حامد کرزي مهمې څرګندونې