کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګراتګ د نوي ترتیب په اړه د ایران او عمان ترمنځ هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریبآبادي پرون (چهارشنبه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي، دغه هوکړه د هرمز تنګي د بشپړ بېرته پرانیستل کېدو معنا نه لري، بلکې د تېرو ۶۰ کلونو له کړنلارې سره توپیر لرونکی نوی ماډل دی چې له مخې به یې د سوداګریزو بېړیو د تګراتګ د لارې یوه د پام وړ برخه د ایران له اوبو تېره شي. هغه زیاته کړې: «وروستی وضعیت دا دی چې له عمان سره د مطرح شوو نږدې ټولو موضوعاتو، د بېړیو د ننوتلو او وتلو د لارو نقشې او اړوندو نورو اړخونو په اړه بنسټیز تفاهم شوی دی.» د غریبآبادي په خبره، هغه مسیر چې اوس یې له عمان سره د وروستي کېدو په درشل کې هوکړه شوې، یو لنډمهالی مسیر دی. هغه زیاته کړې چې له عمان سره خبرې ساده نه وې او نږدې درې اونۍ یې دوام وکړ. غریبابادي د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: «موږ پنځم بند درلود، خو له بده مرغه امریکایانو پرېنهښود چې عملي شي….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
ایران: له عمان سره پر هرمز تنګي د تګراتګ د نوي ترتیب په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو
سرچینې
Afghan sources
ایران: له عمان سره پر هرمز تنګي د تګراتګ د نوي ترتیب په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو