بغلان کې د غالۍ اوبدلو صنعت ۲۰ سلنه وده کړې — Bakhtar
Summary: د بغلان ځایي مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو صنعت د تېرکال په پرتله ۲۰ سلنه وده کړې ده. د یاد ولایت د غالیو اوبدلو اتحادیې رئیس محمد عارف باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۷۰ تولیدي کارخونو فعالیت درلود، خو له ګاونډیو هېوادونو څخه د مهاجرینو په راستنېدو سره ۱۱۵ نوې فابریکې هم فعالې شوې او دغه صنعت ۲۰ سلنه وده کړ ده. نوموړي زیاته کړې، یادې کارخونې ډېری په دهنه غوري، ډنډ غوري، دوشي او د پلخمري ښار په شاوخوا سیمو کې فعالیت کوي. د ځایي مسوولینو په خبره، د یاد ولایت تولید شوې غالۍ چې له لوړ کیفیت برخمنې دي، ځينې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي او هر متر مربع یې له ۱۵ تر ۳۰۰ ډالرو پلورل کېږي. هغه له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې صنعت د لا زیاتې ودې او پیاوړتیا لپاره د غالۍ اوبدونکو ملاتړ ته پاملرنه ډېره کړي. د یادونې ده چې د غالۍ اوبدلو صنعت د افغانستان له مهمو صادراتي صنایعو څخه شمېرل کېږي او زرګونه کورنیو ته د عاید زمینه برابروي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بغلان کې د غالۍ اوبدلو صنعت ۲۰ سلنه وده کړې