اکرم (مستعار نوم)، چې د پولیسو اکاډمۍ د دویم ټولګي محصل دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې محصلان د مرغومي په میاشت کې په ژمنیو رخصتیو تللي وو، خو کله چې د کب پر ۱۵مه بېرته اکاډمۍ ته لاړل، ورته وویل شول چې اکاډمۍ «تر بل امر پورې» تړلې ده. هغه ویلي، «هیڅوک حاضر نه شول چې د رخصت یا تړل کېدو په اړه دلایل ووايي». منصور د دې اکاډمۍ بل محصل هم ویلي چې ټاکل شوې وه درسونه د کب په ۱۵مه پیل شي، خو محصلانو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.د هغه په وینا، ځینې ټولګیوال یې په تېرو میاشتو کې د زدهکړو او دندې د ناڅرګند راتلونکي له امله له غیر رسمي لارو ایران او ترکیې ته تللي دي. منصور ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ محصلانو د روزنې پر مهال هره میاشت شاوخوا ۱۵۰۰افغانۍ ترلاسه کولې او هیله یې لرله چې له فراغت وروسته به دنده پیدا کړي، خو اوس د ځینو کسانو دا هیله کمزورې شوې ده. یو بل محصل، چې غوښتل یې د «ویاند» په مستعار نوم یاد شي، ویلي چې د بودجې کمښت او د محصلانو د اړتیاوو د برابرولو ستونزې ښايي د زدهکړو د درېدلو له لاملونو څخه وي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ «رسمي نه ده تړل شوې» او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
په هرات کې د ګاز د بیو د کنټرول لپاره د طالبانو اداره خپله لاس په کار شوې
Sources
Afghan sources
په هرات کې د ګاز د بیو د کنټرول لپاره د طالبانو اداره خپله لاس په کار شوې