Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په روان کال کې د خیرخانې ۱۰۲ بستریز تخصصي او ثالثي روغتون کې ۱۳۵۴ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د یادو عملیاتو له جملې څخه ۹۵۲ ستر او ۴۰۲ یې واړه عملیات دي، چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي. ویل شوي چې په یاده موده کې د خیرخانې ۱۰۲ بستریز تخصصي او ثالثي روغتون کې ۷۰ زره ۲۸۹ ناروغانو ته د (اوپيډي) او ۸۲۱۲ ناروغانو ته د (آیپيډي) روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
Quick facts
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-27 20:02:12
Timeline
-
Bakhtar
د خیرخانې په ۱۰۲ بستریز روغتون کې ۱۳۵۴جراحي عملیات ترسره شوي دي
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-10-27 10:44:45
د خیرخانې په ۱۰۲ بستریز روغتون کې ۱۳۵۴جراحي عملیات ترسره شوي دي