HealthKabulافغانستانپښتو

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ کورنۍ راستنې شوې… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 05:33:54🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۳۴ کورنۍ چې ۱۶۴۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۷۳ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۸۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۲۵ کورنۍ چې ۱۲۲۰کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۴۷ کورنۍ چې ۱۲۶۸ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۹۲ زره او ۹۳۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۵۲ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۲ کورنۍ چې ۷۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۱ کورنۍ چې ۶۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۴۸ زره…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 05:33:54

مهالوېش

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 10:03:32

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۳۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button