پارس تودی-پرون ماځیګر د کابل په دشت برچي سیمه کې د شمع دانش په نامه د ماشومانو په یوې ښوونځی باندې په لاسي بم سره برید شوی دی چي د امله یې لسګونو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هغه د یو شمېر زده کوونکو د ژوبل کېدو د خبر په تائیدولو سره، د رسمي شمېرو او نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه. خو ځینو افغان رسنیو د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټپیانو شمېر ۵۲ کسانو ته رسېدلی دی. یوې روغتیايي سرچینې هم ویلي چې د ټپیانو ډېری ماشومان دي او په پېښه کې نجونې او هلکان دواړه شامل دي. د ځینو سیمهییزو سرچینو په وینا، لاسي بم د ښوونځي مخې ته له کوڅې څخه د ښوونځي انګړ ته غورځول شوی او هغه مهال چاودلی چې زدهکوونکي له درسي ټولګیو څخه د وتلو په حال کې وو. د پېښې له وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو سیمه تړلې او د پېښې د عاملانو د پېژندلو لپاره یې څېړنې پیل کړې دي. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د کابل په لوېدیځ کې د ښوونیزو مرکزونو د امنیت په اړه اندېښنې، چې په تېرو کلونو کې څو ځله د ورته بریدونو شاهد وو، یو ځل بیا زیاتې شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په کابل کې په دشت برچې کې د ماشومانو په ښوونځی باندې برید درانه مرګژوبله اړولې
منابع
External sources
په کابل کې په دشت برچې کې د ماشومانو په ښوونځی باندې برید درانه مرګژوبله اړولې