Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، نن د ایران اسلامي جمهوریت په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا د برخې له مسوول محمد رضا بهرامي سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او ايران د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییز وضعیت په اړه خبرې شوې دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه وکولای شي په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر استازي هم په خپلو خبرو کې؛ د ايران او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مثبتې ارزولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو کچو د اړیکو او خبرو دوام مهم بللی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د افغانستان او ايران پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییز وضعیت خبرې وشوې
منابع
Afghan sources
د افغانستان او ايران پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییز وضعیت خبرې وشوې