کابل (پژواک، ۱۷ میزان ۱۴۰۵): امریکايي چارواکي وايي چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې یوه کارکوونکي په نیویارک ښار کې د عملیاتو پر مهال یو سړی پر ډزو ټپي کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د اکټوبر اتمه) د نیویارک ښار په برانکس سیمه کې شوې ده. د نیویارک ښاروال زهران ممداني پر ټولنیزه شبکه اېکس یوه پیغام کې ویلي چې د لومړنیو راپورونو له مخې، د کډوالۍ ادارې کارکوونکو یو سړی له خپل پنځهکلن ماشوم سره په موټر کې محاصره کړی او وروسته یې څو ډزې کړې دي. هغه دغه پېښه «د نه توجیه وړ او ډېره جدي» بللې او زیاته کړې یې ده چې د شته معلوماتو له مخې، ماشوم ته زیان نه دی رسېدلی. ممداني همداراز ویلي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې اړیکه نیولې او غواړي په نیویارک ښار کې د کډوالۍ ادارې عملیات پای ته ورسېږي. بلخوا، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي چې د کډوالۍ ادارې کارکوونکو د پنجشنبې په ورځ د مازدیګر شاوخوا څلور بجې د ډومینیکن جمهوریت د یوه وګړي د نیولو لپاره هدفي عملیات ترسره کول. د یاد وزارت په وینا، دغه کس د جرمي محکومیت مخینه لري. دغه وزارت تایید کړې چې یوه کارکوونکي په خپله وسله ډزې کړې او یاد کس ټپي شوی دی. د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د امریکا د کډوالۍ ادارې یوه کارکوونکي په نیویارک کې یو سړی پر ډزو ټپي کړی
سرچینې
Afghan sources
د امریکا د کډوالۍ ادارې یوه کارکوونکي په نیویارک کې یو سړی پر ډزو ټپي کړی