EnglishSportsافغانستان

د افغانستان د فوټبال ساحلي او کرېکټ الف لوبډلې نن له ایران او… — Bakhtar

DevelopingSports1 SourcesUpdated: 2026-11-19 12:59:03🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان د فوټبال ساحلي لوبډله او د کرېکټ الف لوبډله نن د اسیا جام سیالیو په لومړنیو لوبو کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي. د افغانستان د فوټبال ساحلي لوبډله به د اسیا ملتونو جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د تایلنډ په کوربه ‌توب، د غرمې له مخې په ۱۱:۳۰ بجو د ایران له لوبډلې سره سیالي وکړي.افغان لوبډله په دغو سیالیو کې له ایران، لبنان او ویتنام سره په یوه ګروپ کې ده.په ورته وخت کې، د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله به د اسیا د ځوانانو جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د قطر په کوربه ‌توب، د غرمې په ۲:۳۰ بجو د سریلانکا له لوبډلې سره مخ شي.افغانستان په دغو سیالیو کې له بنګله ‌دېش، سریلانکا او هانګ ‌کانګ سره په یوه ګروپ کې دی.د یادونې ده، چې د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د اسیا د ځوانانو جام اتلولي هم خپله کړې وه.

Quick facts

TopicSports
Sources1
Updated2026-11-19 12:59:03

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغانستان د فوټبال ساحلي او کرېکټ الف لوبډلې نن له ایران او سریلانکا سره لوبې کوي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-19 06:43:37

د افغانستان د فوټبال ساحلي او کرېکټ الف لوبډلې نن له ایران او سریلانکا سره لوبې کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button