د پاکستان سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په میاشت کې یې د سویلي بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د یولړ عملیاتو پرمهال ۴۳۵ افغانان نیولي او بېرته یې افغانستان ته ګرځولي دي. د چارواکو په وینا، اوسمهال هره ورځ له دغه مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي؛ خو تر اګست میاشتې مخکې به دغه شمېر هره ورځ له درې نیم زرو تر پنځو زرو کسانو پورې رسېده.د چارواکو په وینا، د خیبر پښتونخوا په نورو څلورو یا پنځو مرکزونو کې د ستنېدونکو کډوالو شمېر هم ورسره یوځای کېده او د تورخم له لارې به هره ورځ شاوخوا ۱۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستنېدل؛ خو اوس دغه شمېر په سختۍ سره ۵۰۰ کسانو ته رسېږي.سبیل خان چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره له پېښور نه د لنډي کوتل مرکز ته تللی وایي، په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل ستونزمن شوي وو. هغه وایي، په پاکستان کې به په یوه ځای کې نیول کېدل او بیا به یې په بل ځای کې د پیسو په ورکولو خوشې کول.د هغه په وینا، له ګڼو ستونزو او لګښتونو وروسته یې پرېکړه کړې چې افغانستان ته ستانه شي. سبیل خان وایي، په افغانستان کې د سخت ژمي او د استوګنې د ځای نشتوالي په اړه هم اندېښمن دی. هغه وایي، د لنډمهاله استوګنې لپاره یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په قاچاقي لارو تګ؛ تېره میاشت په بلوچستان کې ۴۳۵ افغانان نیول شوي دي
سرچینې
Afghan sources
په قاچاقي لارو تګ؛ تېره میاشت په بلوچستان کې ۴۳۵ افغانان نیول شوي دي