د روسیې د التای پوهنتون یوه پلاوي د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له رييس سره په کتنه کې وویل، روسیه چمتو ده، چې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو د تجهیز او تمویل په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نجیبالله حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال او د بشري مرستو له همغږي کوونکي برونو جورج لیمارکیس سره په کتنه کې د کابل ښار د ماسټر پلان، د نوي کابل ښار او د کډوالو د د دایمي مېشتېدنې په برخو کې د ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: «په تېرو څو میاشتو کې راستنېدونکو کډوالو ته نږدې اویا زره د استوګنې نمرې وېشل شوې دي». حقاني د کډوالو لپاره د سرپناه ترڅنګ د ښوونځیو، سړکونو، د پاکو اوبو شبکو او نورو بنسټیزو خدمتونو پر برابرولو له ټينګار سربېره د یوناما له مرستیال څخه وغوښتل، چې په همغږۍ سره د دغو پروژو د عملي کېدو او د نړیوالو مرستو د جلب لپاره همکاري وکړي. د یوناما مرستیال برونو جورج لیمارکیس په دې کتنه کې وویل، د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، د پاکو اوبو د شبکو، استوګنیزو ښارګوټو او ښاري پلان…
Quick facts
Timeline
-
AF International
روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو په تجهیز کې خپلې همکارۍ پراخوي
Sources
Afghan sources
روسیه د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو په تجهیز کې خپلې همکارۍ پراخوي