Summary: د فراه ولایت امنیتي مسوولینو د فراه ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د تاریختېرو نباتي غوړیو د بیا بستهبندۍ یوه کارخونه کشف کړې او له هغې څخه یې څه باندې دوه ټنه نباتي غوړي ضبط کړي دي. د فراه د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ملا کلیمالله ننګیال باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې یاده کارخونه د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د امنیتي او کشفي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې کشف شوې ده.د نوموړي په وینا، په دغه کارخونه کې د زیتون نباتي غوړیو تاریختېر محصولات د نوې نېټې په لګولو سره بیا بستهبندي کېدل او وروسته د فراه ښار او د ولایت بېلابېلو ولسوالیو بازارونو ته د پلور لپاره لېږدول کېدل.هغه زیاته کړه، چې د یادې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي او د لا زیاتو قانوني څېړنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
فراه کې د تاریخ تېرو غوړیو د بیا بستهبندۍ کارخونه کشف شوه
سرچینې
Afghan sources
فراه کې د تاریخ تېرو غوړیو د بیا بستهبندۍ کارخونه کشف شوه