Kabulافغانستانامنیتدری

د «په افغانستان کې د اسلامي دورې ابداتو د اهميت ارزونه» تر سرلیک… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-11 11:58:47🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري، «په افغانستان کې د اسلامي دورې ابداتو د اهميت ارزونه» تر سرلیک لاندې يو ورځنی علمي – څېړنیز سمینار نن په کابل کې ترسره شو. په دغه سمینار کې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو او مسوولینو، علماء کرامو او څېړونکو، د پوهنتون استادانو، اديبانو، لیکوالانو او علمي شخصیتونو ګډون کړی و.د باختر اژانس د خبر له مخې؛ د سمينار په پيل کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب، د اسلامي تاریخ، تمدن، عمران، د مسلمانانو د نوښتونو او د افغانستان تاریخي ابداتو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ويل: "په افغانستان کې د اسلامي دورې تاریخي ابدات؛ د هېواد د لرغوني تاریخ، اسلامي هویت، فرهنګي تنوع، هنري نوښتونو او تمدني پرمختګونو څرګندې نښې دي. دغه تاریخي ابدات د بېلابېلو اسلامي واکمنیو او تاریخي پړاوونو، د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، مذهبي او فرهنګي شرایطو مستدل شواهد وړاندې کوي. د غزنویانو، غوریانو، سلجوقیانو، تیموریانو او نورو اسلامي دورو د معمارۍ پاتې شوي، د افغانستان د تاریخي هویت په پېژندنه او د اسلامي هنر په مطالعه کې ځانګړی ارزښت لري."د هغه په وینا، د اسلامي دروې د ابداتو علمي څېړنه، یوازې د ودانيو د ظاهري ښکلا ارزونه نه ده؛ بلکې د هغوی د تاریخي اصالت، ساختماني جوړښت، هنري ځانګړتیاوو، ټولنیز اهمیت، فرهنګي ارزښت او د ساتنې وضعیت هر اړخیز تحلیل هم رانغاړي.د علومو اکاډمۍ مرستیال، له ټولو اړوندو امارتي ادارو، فرهنګي بنسټونو، علمي او څېړنیزو مرکزونو، دیني عالمانو، متخصصینو او هېوادوالو څخه وغوښتل چې د اسلامي دورې د تاریخي ودانیو د ساتنې لپاره خپل مسوولیتونه په جدي او مسلکي ډول ترسره کړي او د بیارغونې چارې یې د نړیوالو منل شویو اصولو، علمي معیارونو او تاریخي اصالت په پام کې نیولو سره ترسره شي؛ څو دغه ارزښتناک میراث راتلونکو نسلونو ته په خوندي او اصلي بڼه وسپارل شي.وروسته، د رياست‌الوزراء د اداري معاونیت سلاکار دوکتور محمد دين، د تاریخي اثارو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: "تاریخي اثار یوازې د ډبرو، ګچو، کاشۍ او ښکلو لیکنو ټولګه نه ده؛ بلکې دا د تاریخ له خورا معتبرو او ارزښتناکو خاموشو سندونو څخه هم دي چې د تېرو نسلونو د فکر، پوهې، هنر، باورونو، ټولنیزو اړیکو او د تمدن د پرمختګ کچې په اړه خبرې کوي." هغه زیاته کړه چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او له پراخو فرهنګي هېوادونو سره د تاریخي اړیکو په دلیل؛ له پیړیو راهیسې د اسلامي نړۍ د سیاسي، علمي، فرهنګي او تمدني تعاملاتو له مهمو حوزو څخه ګڼل کېږي او په دې خاوره کې د اسلام مبین دین په پراختیا سره؛ دیني، علمي، تعلیمي او ټولنیز بنسټونه په تدریجي ډول رامنځته شوي او لرغوني ښارونه (بلخ، هرات، غزنی، غور، کندهار، ننګرهار او نور تاریخي مرکزونه؛ په بېلابېلو دورو کې مهم علمي او فرهنګي مرکزونه ګرځیدلي دي.د سمینار په دوام، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین مخدوم عبدالسلام سعادت او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي په خپلو خبرو کې؛ اسلام د ټوله نړۍ لپاره یو بشپړ او سپېڅلی دین وباله او ویې ویل چې دغه دین د نړۍ په ګوت ګوت کې تاریخي اثار او ابدات لري چې د تاریخ په اوږدو کې پاتي شوي دي.هغوی زیاته کړه چې افغانستان هم د اسلامي تمدن، اثارو او آبداتو له پلوه یو بډای هېواد دی چې هر یو یې ځانګړی ارزښت لري او د اسلامي تاریخ یوه مهمه برخه ده چې ساتنه او پالنه یې د ټولو ګډ مسئولیت دی.د دوی په وینا، اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او اړوندې امارتي ادارې به په دې برخه کې د افغانستان له علومو اکاډمۍ سره پوره همکاري وکړي.همدا رنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پوهنې رئيس سید ذبیح الله سادات، د سمینار په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام ولوست چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي دي: "افغانستان د اسلامي تمدن په اږدو کې، د ارزښتناکو تاریخي آبداتو او لرغونو معیاري اثارو کوربه پاتې شوی دی. دغه تاریخي ابدات یوازې تاریخي ودانۍ نه دي؛ بلکې زموږ د دیني هویت، علمي پرمختګ، هنري نوښت، فرهنګي اصالت او تېرو نسلونو ته د تمدني عظمت یوه روښانه بېلګه ده. د دغو تاریخي آبداتو پېژندنه، څېړنه، مستند کول، ساتنه او بیارغونه؛ زموږ ټولو ګډ مسئولیت دی. د تاریخي ابداتو ساتنه، په حقیقت کې د هېواد د تاریخي هویت او راتلونکو نسلونو ته د میراث ساتنه ده." ورته مهال، د یونسکو استازي ولي الله آرین، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د دغه سازمان د ترسره شویو فرهنګي فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې یونسکو به له اړوندو ادارو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د سمینار په بهیر کې یو شمېر لیکوالانو؛ د سمینار په اړه خپلې چمتو شوې مقالې ولوستلې چې (د نهو ګنبد تاریخي جومات د معماري ګچي سینګارونو څېرنه، پیدایش هنر اسلامی و جلوه های آن در معماری آبدات تاریخی افغانستان، د اسلامي دورې د لرغون پېژندنې اثارو لنډه پېژندنه، منار جام ممثل هنر معماری دوره غوریان، بررسی سیر مناره ها در افغانستان، د شاه دو شمشېره مزار او جومات په اوږدو کې، معماری اسلامی در تاریخ معاصر افغانستان) او نور موضوعات پکې بیان شوي او د دغه شان سمینارونو د ترسره کولو پر دوام ټینګار شوی دی.هېره دې نه وي چې 'په افغانستان کې د اسلامي دورې ابداتو د اهميت ارزونه' تر سرلیک لاندې سمینار په اړه، په بېلابېلو عنوانونو په (پښتو او دري) ژبو د لیکوالانو ۱۸ مقالې لیکل شوې چې د سمینار ګډونوالو ته وړاندې شوې.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-11 11:58:47

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د «په افغانستان کې د اسلامي دورې ابداتو د اهميت ارزونه» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 11:02:00

د «په افغانستان کې د اسلامي دورې ابداتو د اهميت ارزونه» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button