Politicsافغانستانجوزجاندری

جوزجان کې د «افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور» تر سرلیک لاندې نندارتون… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsجوزجان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-19 19:12:07🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د اسلامي ارزښتونو د ساتنې د هېواد د فرهنګ او تاریخ د پېژندنې او د فرهنګي او هنري فعالیتونو د ملاتړ په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت او د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور» تر سرلیک لاندې یو ورځنی نندارتون جوړ شو. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي سیف ‌الدین معتصم د یاد نندراتون د پیل په مراسمو کې وویل، چې فرهنګ د یوه هېواد هویت جوړوي او د فرهنګي او تاریخي ارزښتونو ساتنه د ټولنې هویت په خوندي کولو او راتلونکو نسلونو ته یې په لېږدولو کې اساسي رول لري.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رئیس حافظ مولوي سیف ‌الرحمن محمدي هم د فرهنګیانو د فعالیتونو لپاره د لا زیاتو فرصتونو پر برابرولو او راتلونکو نسلونو ته د هېواد د اصیل تاریخ پر لېږدولو ټینګار وکړ.نوموړي وویل، چې ټول باید د اسلامي فرهنګ د پلي کېدو او د اصیل افغاني فرهنګ د ساتنې لپاره هڅې وکړي او په وینا یې فرهنګیان، لیکوالان او قلم‌ وال کولای شي د دولتي ادارو په همکارۍ د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ د ځوان نسل په روزنه کې فعال رول ولوبوي.هغه زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لیکوالانو د کتابونو او مقالو د چاپ په برخه کې هم همکاري کوي، څو د فرهنګي او ادبي فعالیتونو د ودې لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.د نندارتون په بله برخه کې یو شمېر صنعت‌ کارانو خپل لاسي صنایع او هنري تولیدات نندارې ته وړاندې کړل او یو شمېر لیکوالانو د فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو په تړاو خپلې علمي مقالې هم وړاندې کړې.

اطلاعات کوتاه

مکانجوزجان
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-19 19:12:07

خط زمانی

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د «افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور» تر سرلیک لاندې نندارتون جوړ شو

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-19 11:00:25

جوزجان کې د «افغانستان د فرهنګي بډاینې پر لور» تر سرلیک لاندې نندارتون جوړ شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button