په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته هم دغه هېواد په یوه «سخت پړاو» کې دی او نسبي امنیتي ثبات یې د کمزوري اقتصاد، د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو او بشري اړتیاوو تر سیوري لاندې راغلی دی. د راپور له مخې، د سختې خوارځواکۍ عمومي کچه د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې ۹ اعشاریه ۳ سلنه وه، خو د کال په درېیمه میاشتنۍ دوره کې ۱۲ سلنې ته لوړه شوې ده. په همدې موده کې د شدیدې خوارځواکۍ کچه له ۲ اعشاریه ۳ سلنې څخه ۲ اعشاریه ۶ سلنې او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ کچه له ۷ سلنې څخه ۹ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړه شوې ده.راپور ښيي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د درېیمو ربعو د پرتله کولو پر مهال، د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۲ ولایتونو کې د ماشومانو د تغذیې وضعیت خراب شوی دی.د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) تر ملاتړ لاندې راټولو شویو معلوماتو له مخې، د خوارځواکۍ تر ټولو لوړې کچې په زابل، دایکندي، کندهار، هلمند، ارزګان، نورستان، بغلان، سرپل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.یوازې په کندهار کې د سختې خوارځواکۍ کچه له ۱۵ اعشاریه ۴ سلنې څخه ۲۳ اعشاریه ۱ سلنې ته لوړه شوې ده. په بغلان کې دا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري ناورین او د حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی
منابع
Afghan sources
ملګري ملتونه: افغانستان له ژور بشري ناورین او د حقونو له پراخو محدودیتونو سره مخ دی