Kabulافغانستانامنیتپښتو

پر مخا بندري ښار د حوثیانو برید کې اووه کسان وژل شوي او… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 05:12:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د یمن پوځ وایي چې حوثیانو د دغه هېواد پر مخا بندري ښار د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې د پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون اوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. رویټرز د یمن د پوځ د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی چې په دغه برید کې د وسله‌والو ځواکونو څلور غړي او درې ملکي وګړي وژل شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، هوايي دفاعي سیسټمونو د حوثیانو هغه ۱۱ بې‌پیلوټه الوتکې شنډې او نسکورې کړې چې په دغه برید کې یې برخه لرله. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په ټیلیګرام کې په یوه پیغام کې ویلي چې په دغو بریدونو کې د سعودي عربستان د ځواکونو د راټولېدو پر ځای او د وسلو پر زېرمو بریدونه شوي دي. د راپور له مخې، خو د یمن پوځ ویلي چې د حوثیانو په بریدونو کې د پوځي اهدافو ترڅنګ د مخا ښار استوګنیزې سیمې او ملکي تاسیسات هم په نښه شوي دي. مخا د یمن له مهمو بندري ښارونو دی چې د سره سمندرګي پر ساحل پروت دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 05:12:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر مخا بندري ښار د حوثیانو برید کې اووه کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 09:41:27

پر مخا بندري ښار د حوثیانو برید کې اووه کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button