د دې مسلخ یعنې قصاب خانې د جوړېدو تخنیکي سروې د ایران اسلامي جمهوریت د یوه تخنیکي پلاوي له لوري ترسره شوې ده. د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ادارې ویاند، مولوي محمدنبي بهار وایي، د امارتي شرکتونو اړوند د غوښې او لبنیاتو برابرولو او مسلخ امارتي شرکت په پام کې لري چې د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار د سوېلي څنډې څخه په لس کیلومترۍ کې پر ۲۸ جریبه ځمکه یو پرمختللی او مجهز مسلخ یا قصاب خانه جوړه کړي. مولوي محمدنبي بهار وایي، د دې مسلخ د جوړولو په اړه د سلا مشورو او تخنیکي سروې ترسره کولو په موخه د ایران اسلامي جمهوریت یوه تخنیکي پلاوي ته بلنه ورکړل شوې وه، چې یاد پلاوي د دې شرکت له مشر سره یوځای ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د تخنیکي سروې اړوند لازمې چارې یې ترسره کړې. د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ادارې ویاند، مولوي محمدنبي بهار، وایي، دا مسلخ به د امارتي شرکتونو ادارې له بودجې جوړېږي او د څارویو د حلالولو له ځای سربېره به سړې خونې، د څارویو د وترنري معایناتو خونه، د غوښې د بستهبندۍ برخه او نور اړین تجهیزات ولري. د هغه په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت تخنیکي پلاوی به د شوي تفاهم له مخې د دې ټولو چارو څارنه ترسره کوي او په دې برخه کې به لازمې سلا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
رپورټ/ ننګرهار کې به د یوه مجهز او پرمختللي مسلخ د جوړېدو چارې ژر پیل شي
سرچینې
External sources
رپورټ/ ننګرهار کې به د یوه مجهز او پرمختللي مسلخ د جوړېدو چارې ژر پیل شي