Englishافغانستانامنیتفاریاب

فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور… — AF International

DevelopingSecurityفاریاب1 SourcesUpdated: 2026-09-12 07:05:21🎙 Listen to radio

فاریاب کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په اندخوی او قیصار ولسوالیو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی. نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بې‌ګټې وې.» د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي. راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي. په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د هغه نسل پر امریکايي پوځیانو ژور اغېز کړی و. ریپي…

Quick facts

Locationفاریاب
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-12 07:05:21

Timeline

  1. AF International

    فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور تنه ټپیان شوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-12 04:44:50

فاریاب کې د دوو ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او څلور تنه ټپیان شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button