د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، داعش غواړي د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره له افغانستان نه د اډې په توګه کار واخلي او منځنۍ اسیا او روسیه په نښه کړي. د هغه په وینا، وسلهوالې ډلې د تاجکستان او ازبکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې حضور لري. د راپور له مخې، د افغانستان د وګړو ۳۸ سلنه برخه به په دغه موده کې د خوړو د نه خوندیتوب د درېیم او څلورم پړاو له ستونزو سره مخ وي چې له دې ډلې به پنځه مېلیونه کسان د بېړني وضعیت په څلورم پړاو کې وي.راپور چې (د تلې ۲۳مه) خپور شوی زیاتوي، چې د خوړو د نه خوندیتوب وضعیت د تېرکال د ورته مودې پرتله کړکېچن شوی او اوس شاوخوا ۱۵.۹ مېلیونه کسان له دغه ستونزې سره مخ دي.د راپور له مخې، بېوزلي، بېکاري، د خلکو د پېرلو کمزوری ځواک، د خوراکي توکو او کرنیزو توکو د بیو لوړېدل، له پاکستان سره د سوداګرۍ ګډوډي او له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې د خلکو پر ژوند او اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.راپور کاږي، د ژمي په سوړ موسم کې د کرنیزو فعالیتونو او ورځني کار د فرصتونو کمښت به د خلکو د عاید کچه نوره هم راټیټه کړي. اټکل کېږي، چې په اوو ولایتونو کې به خلک د خوړو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
لاوروف: تندلارې ډلې د ترهګریزو ګواښونو د پراختیا لپاره له افغانستان نه کار اخلي
منابع
Afghan sources
لاوروف: تندلارې ډلې د ترهګریزو ګواښونو د پراختیا لپاره له افغانستان نه کار اخلي