EconomyEnglishKabulافغانستان

۸۵ کلن نابینا آمو ته: د ژوند لپاره کار کوم نه سوال |… — Amu TV

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-19 23:17:29🎙 Listen to radio

سخی‌داد، ۸۵ کلن سړی چې له دولس کلنۍ راهیسې یې کرار کرار لید له لاسه ورکړی، اوس د بشپړ نابینایۍ سره سره په کابل کې په یوه کوچنۍ غرفه کې د بېلابېلو توکو په پلورلو بوخت دی. د سپینږیری په خپله غرفه کې دستکشې، صابون، قلف او نور توکي پلوري. هغه وايي چې لید یې لومړی ورو ورو کمزوری شو او له دولس کلنۍ وروسته یې په بشپړه توګه له لاسه ورکړ. سخی‌داد زیاتوي چې له پلاره ورته هېڅ میراث نه دی پاتې او نه کومه ځمکه او شتمني لري. دی وایي چې د بشپړې نابینایۍ سره سره په خپله غرفه کې کار کوي او خلک یې پیسې نه خوري؛ کله چې کوم څه اخلي، پلورونکی ورته قیمت وايي. د کابل دغه اوسېدونکی آموته وايي:«که شل افغانۍ وي یا لس افغانۍ او پنځوس، زما پیسې هېڅوک نه خوري؛ اویا کاله کېږي چې زه دلته یم، عمر مې پنځه اتیا ته رسېدلی او د ظاهرشاه له دورې څخه یم.» هغه ټینګار کوي چې د معلولیت سره سره کار کوي او چا ته د سوال لاس نه اوږدوي. د سخی‌داد په وینا، همدا غرفه هم خلکو ورته برابره کړې ده ترڅو له دې لارې خپله روزي پیدا کړي. سخی‌داد وايي:«زه معلول یم خو له خپل غیرت څخه دلته راغلی یم، له چا دوه روپۍ نه شم غوښتلای؛ ومې ویل یا مرګ یا…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-19 23:17:29

Timeline

  1. Amu TV

    ۸۵ کلن نابینا آمو ته: د ژوند لپاره کار کوم نه سوال | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-19 22:24:09

۸۵ کلن نابینا آمو ته: د ژوند لپاره کار کوم نه سوال | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button