Economyافغانستانبلخپښتو

ترمز کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ درې ورځنی نندارتون جوړ شو — Bakhtar

روان خبرEconomyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 15:42:26🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د صنعتي او سوداګریزو توکو ګډ نندارتون د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون د ازبکستان د ترمز ښار په ګډ بازار کې د درېیو ورځو لپاره جوړ شو. په دغه نندارتون کې له ۱۰۰ ډېرې غرفې د افغانستان او ازبکستان تولیداتو ته ځانګړې شوې دي، چې د افغانستان غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې مېوې او جامې پکې نندارې ته وړاندې کېږي.د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي په دغه نندارتون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ او د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.ورته مهال، د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس په ورته نندارتونونو کې د افغان تولیدوونکو او صنعتکارانو ګډون د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم وباله.د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې رئیس امام‌الدین ثنایي‌زاده وویل، چې د سوداګرۍ او ګډې پانګونې پراختیا، د ګډو فابریکو جوړول، د ټکنالوژۍ لېږد او د صادراتو زیاتول د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو له مهمو برخو څخه دي.نوموړي له ازبکستاني پانګه‌والو وغوښتل، چې د افغانستان په تولیدي او صنعتي برخو کې پانګونه وکړي او ویې ویل، چې د ګډې پانګونې لپاره د زمینې برابرېدل د هېواد د صنایعو پراختیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې مرسته کولی شي.هغه زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتکارانو او سوداګرو د تګ راتګ اسانتیاوې به د تولیدي لګښتونو په کمولو، د خامو موادو او ماشین‌آلاتو په پر وخت برابرولو او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په پراختیا کې اغېزمن رول ولري.د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د پېژندنې، د دواړو هېوادونو د تولیداتو لپاره د نویو بازارونو د موندلو او د سوداګریزو او صنعتي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 15:42:26

مهالوېش

  1. Bakhtar

    ترمز کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-16 11:33:36

ترمز کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button