DevelopmentEnglishافغانستانفراه

فراه کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentفراه1 SourcesUpdated: 2026-11-05 11:02:03🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۴ میلیونه او ۱۷۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د فراه ښاروالۍ د انجنیري مدیریت مدیر انجنیر وحید عمران باختر آژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ پلې کېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د یوه پل جوړول، پر اووه کیلومتره سړک د جغل اچول او د ۲۷۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال جوړول شامل دي.د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو چارې به په دوو میاشتو کې بشپړې شي، چې په ترڅ کې یې د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

Quick facts

Locationفراه
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-11-05 11:02:03

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-05 08:15:01

فراه کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button