Summary: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو هرات ولایت کې د یوه کنفرانس پر مهال ویلي، چې د دې ټولنې له لوري د هېواد په لوېدیځ زون کې پر ۱۱ زره او ۷۹۲ کورنیو باندې نغدي، خوراکي او غیر خوراکي مرستې وېشل شوې دي. د هېواد په لوېدیځه زون کې د دې ادارې رئیس ډاکټر عبدالبصیر رحماني وویل چې له یادې ډلې ۳ زره ۸۷۷ کورنیو ته ټولټال ۶۶ میلیونه ۵۰۸ زره افغانۍ ورکړل شوي او پر پاتې نورو توکي وېشل شوي دي.د نوموړي په خبره، د افغانستان په لوېدیځ زون کې د زېربنايي او پراختیایی پروژو په برخه کې د دې بنسټ له لوري یو شمېر پروژې هم پلي شوي او ځینې د پلي کېدو په حال کې دي چې ټولیز لګښت یې شاوخوا ۷۳ میلیونه افغانۍ کېږي.د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، په یادو پروژو کې روغتیایي مرکزونه، د اوبو رسونې پروژې، کانالونه او نورې ټولګټې پروژې شاملې دي.د یادونې وړ ده، چې د کنفرانس پر مهال د یادې ټولنې مسوولینو د بشري مرستو په برخه کې د روڼتیا او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لوېدیځ زون کې پر نږدې ۱۲ زره کورنیو بشري مرستې ووېشل شوې
Sources
Afghan sources
لوېدیځ زون کې پر نږدې ۱۲ زره کورنیو بشري مرستې ووېشل شوې