AfghanistanNewsخوست

خوست کې د اټوما مخابراتي شبکې یو بل سایټ فعال شو — Bakhtar

DevelopingNewsخوست1 sourcesUpdated 2026-06-27 11:00:38

Summary: د خوست ولایت د موسی‌ خېلو ولسوالۍ د لادور سر په سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې پر سایټ د اټوما مخابراتي شبکې (KST052) سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د یاد سایټ په فعالېدو سره به د کووخوله، ویچکړي، ګبر، کوسین‌خوله، زوړکوټ، غوزک او شاوخوا سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزې به تر ډېره هوارې شي.د یاد ریاست مسوولین وایي، چې د لرې پرتو او محرومو سیمو لپاره د مخابراتي خدمتونو پراختیا یې له لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کوي، چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ اسانتیاوې د هېواد ټولو سیمو ته ورسوي.د مسوولینو په وینا، په راتلونکي کې به هم د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او کیفیت د لوړولو لپاره هڅې لا ګړندۍ شي، ترڅو ټول هېوادوال له باکیفیته مخابراتي او معلوماتي خدمتونو څخه برخمن شي.د یادونې وړ ده، چې د دغه سایټ په فعالېدو سره به د موسی ‌خېلو ولسوالۍ د ګڼو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو له غوره اسانتیاوو برخمن شي.

Quick facts

Locationخوست
TopicNews
Sources1
Last update2026-06-27 11:00:38

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د اټوما مخابراتي شبکې یو بل سایټ فعال شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-06-27 09:15:34

خوست کې د اټوما مخابراتي شبکې یو بل سایټ فعال شو

Open original source

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button