Kabulافغانستانامنیتپښتو

اوکرایني ډرونونو په روسیه کې د «وایلډبېریز» لوی لوژستیکي مرکز ویجاړ کړی — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 11:13:51🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۵): اوکراین د اوږدواټن ډرونونو په مټ د روسیې په تامبوف سیمه کې د دغه هېواد د تر ټولو لوی انلاین پلورونکي شرکت «وایلډبېریز» پر یوه لوی لوژستیکي مرکز برید کړی چې له امله یې دغه مرکز ویجاړ شوی او دوه کسان ټپیان دي. اسوشېټډ پرېس د ځايي چارواکو له قوله لیکلي چې د برید له امله په مرکز کې پراخ اور لګېدلی او تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي. د تامبوف والي یوګیني پرویشوف ویلي، په پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي چې یو یې ۱۹ کلن ځوان دی او بله ۴۹ کلنه ښځه ده. وایلډبېریز هم پر خپل مرکز برید او اورلګېدنه تایید کړې او ویلي یې دي چې ودانۍ تخلیه شوې وه، خو د اوښتو زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. د راپور له مخې، اوکرایني ځواکونو د جولای په ۱۸مه هم په تامبوف کې پر همدې مرکز برید کړی و چې له امله یې اووه کسان وژل شوي وو. اسوشېټډ پرېس لیکلي چې اوکراین په وروستیو اوونیو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې د «وایلډبېریز» لسګونه مرکزونه په نښه کړي دي. اوکرایني چارواکي وایي، د دغه شرکت په پلورل کېدونکو توکو کې داسې وسایل او تخنیکي پرزې هم شاملې دي چې د روسیې پوځ ترې استفاده کوي. بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 11:13:51

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اوکرایني ډرونونو په روسیه کې د «وایلډبېریز» لوی لوژستیکي مرکز ویجاړ کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-26 15:40:07

اوکرایني ډرونونو په روسیه کې د «وایلډبېریز» لوی لوژستیکي مرکز ویجاړ کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button