Englishافغانستانامنیت

د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه… — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-07-17 13:11:25🎙 Listen to radio

یوازې د روانې جولای میاشتې په ترڅ کې په بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري د درېیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخېستل شوی. خپرې شوې شمېرې ښیي، چې په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان او په ځانګړي ډول په پښتون مېشتو سیمو کې د یادې ډلې فعالیتونه او بریدونه زیات شوي دي. تر دې دمه د پرلت‌والو او د بلوچستان حکومت ترمنځ د خبرو څو پړاوونه ترسره شوي دي. حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دواړه لوري د یوې هوکړې پر مسوده سلا شوي؛ خو دغه هوکړه لا د اړوندو ادارو د وروستۍ تایید په تمه ده. د پرلت کمېټې غړي او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان څانګې مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د پرلت د غوښتنو په ملاتړ د چمن، ژوب، ګوادر، پنجګور، پښېن او یوشمېر نورو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه ترسره شوي دي. هغه زیاته کړه، د پنجشنبې په ورځ ښځو او ماشومانو هم په پراخه کچه د پرلت په ملاتړ اعتراضونه کړي دي. د نوموړي په وینا؛ که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو د اعتراضونو لړۍ به لا پسې پراخه او سخته شي.د یادونې ده، د جولای په شپږمه د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډېم په سیمه کې وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو برید وکړ، چې په‌کې نهه پولیس ووژل شول او ۲۲ نور یې له ځان سره یوړل…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-17 13:11:25

Timeline

  1. AF International

    د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-17 09:00:33

د ناامنۍ نوې څپه؛ په ۲۰۲۶کال کې په بلوچستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه او فعالیتونه پراخ شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button