Summary: په هرات ولایت کې د پنځه میلیونه ډالرو په پانګونې د یوه سوداګریز او تفریحي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې پروژې پانګوال محمدحسن تیموري ویلي چې دغه کمپلکس به پر ۴۰ جریبه ځمکه په درېیو کلونو کې جوړ شي او په بشپړېدو سره به یې ۲۰۰ تنو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا، دغه پروژه په هرات کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، تفریحي امکاناتو د رامنځته کولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه پلې کېږي. د معلوماتو له مخې، په دغه کمپلکس کې د لوی تالار، تفریحي مرکز، ورزشي میدان، د لامبو حوض، هوټل او د خوراکي توکو پلورنځي په ګډون بېلابېل امکانات په پام کې نیول شوي دي. په همدې حال کې، اقتصادي او فرهنګي کارپوهان وايي، چې د سوداګریزو او تفریحي کمپلکسونو په جوړولو کې پانګونه د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د تفريح زمینه، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او ښاري امکاناتو د پراختیا په برخه کې مهم رول لرلی شي. د فرهنګي چارو کارپوه وليشاه بهره ویلي، چې په نویو پروژو کې د هرات د فرهنګي هویت او سیمهییزې معمارۍ په پام کې نیول، د اقتصادي پراختیا ترڅنګ د دغه ولایت د فرهنګي میراث په ساتنه او پیاوړتیا کې هم مرسته کولی شي. د هرات ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد خیرخواه باختر اژانس ته ویلي، چې ټولې ودانیزې پروژې باید د ټاکل شویو اصولو او معیارونو له مخې پلې شي، څو د ښار پراختیا په منظم ډول ترسره او ښاري نظم وساتل شي. د یادونې وړ ده، چې په هرات کې د صنعت او سوداګرۍ ترڅنګ، د سوداګریزو او تفریحي مرکزونو جوړولو ته هم د پانګوالو لېوالتیا مخ پر زیاتېدو ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هرات کې د یوه سوداګریز او تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
هرات کې د یوه سوداګریز او تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې