KabulPoliticsافغانستاندری

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ افغان ښوونکي له ستونزو سره سره خپلو دندو ته دوام ورکوي

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-05 10:36:35🎙 رادیو را بشنوید

د اکتوبر پنځمه د ښوونکي نړیواله ورځ ده او دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې د‌ غونډو په جوړولو او ښوونکو ته د ډاليو په ورکولو سره لمانځل کېږي. زمون.خبریال له کابله رپور راکړ، د افغانستان د کابل ښار يو ښوونکی ظاهر افغان وايي، ښوونکی د ټولنې په جوړونه کې مهم رول لري او د زده‌کوونکو د راتلونکي په جوړولو کې یې ونډه اساسي ده. دا مهال په افغانستان کې زرګونه ښوونکي د زده‌کوونکو د روزنې او ښوونې په برخه کې خپلې دندې ترسره کوي، خو د ښوونکو ترڅنګ د زده‌کړې په برخه کې د نجونو د زده‌کړو موضوع لا هم له مهمو بحثونو څخه ده. یوه ښځینه زده‌کوونکې وايي، له زده‌کړو پاتې کېدو وروسته یې د راتلونکي لپاره هيله مندي، کمه شوې ده. د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما او يو شمېر سياسي شخصيتونو د مبارکيو ترڅنګ د افغان ښوونکو ستاینه کړې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت د هېواد ټولو ښوونکو ته د زړه له کومې مبارکي ویلې ده. حامد کرزي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، افغان ښوونکو له سختو شرایطو او کمو امکاناتو سره سره د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم ملي رسالت ترسره کړی دی. حامد کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت یو ځل بیا د هېواد…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-05 10:36:35

خط زمانی

  1. Parstoday

    د ښوونکي نړیواله ورځ؛ افغان ښوونکي له ستونزو سره سره خپلو دندو ته دوام ورکوي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-05 10:24:43

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ افغان ښوونکي له ستونزو سره سره خپلو دندو ته دوام ورکوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button