EconomyKabulافغانستانپښتو

په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ صنعت لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړ شو

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-26 10:06:52🎙 راډیو واورئ

دغه نندارتون د زمري میاشتې له درېیمې تر پنځمې نېټې پورې د کابل ښار په ګلبهار سنټر کې جوړ شوی، چې پکې د افغانستان د زرګرۍ صنعت بېلابېل تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او د کورنیو زرګرانو هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ صنعت د پیاوړتیا په موخه د دغه صنعت لومړنی ځانګړی درې ورځنی نندارتون جوړ شو. د نندارتون جوړوونکي وایي، د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او د افغانستان د زرګرۍ صنعت د وړتیاوو څرګندول، د صنعتکارانو، پانګه‌والو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د دې صنعت لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول دي. په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست علیرضا بګدلي د یاد نندارتون د پرانستې په مراسمو کې وویل، ایران د زرګرۍ په صنعت کې تجربه او تخصص لري او چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره د زرګرۍ صنعت مهم وباله او ویې ویل چې ایران کولای شي په دې برخه کې خپلې تجربې او تخنیکي وړتیاوې له افغانستان سره شریکې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدبن عزیزي هم په خپلو څرګندونو کې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه شتمن هېواد وباله او د زرګرۍ په…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-26 10:06:52

مهالوېش

  1. Parstoday

    په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ صنعت لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړ شو

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-26 09:53:04

په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ صنعت لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button