Kabulافغانستانامنیتپښتو

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-30 21:04:46🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ په کابل کې د خپلې درې کلنې دندې په پای کې د چین او افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې بللې او ویلي یې دي چې بیجینګ له شته ننګونو سره سره د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه ډاډ لري. اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی. اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي. اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده. په راپور کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-30 21:04:46

مهالوېش

  1. AF International

    کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-30 18:48:06

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button