افغانستانامنیتبدخشانپښتو

نرګس نهان: د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځو اساسي حقونه… — AF International

روان خبرSecurityبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-16 04:31:06🎙 راډیو واورئ

د جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وړاندې یوازې حکومت نه، بلکې د افغانستان ټولنه، هېواد، د خلکو ارمانونه او په ځانګړي ډول د ښځو اساسي حقونه هم له لاسه ورکړل شول. ځايي سرچینې وايي، نښتې د شنبې له ورځې تر شپې پورې د مایمي، زېباک، نسي او شکي ولسوالیو او د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې روانې وې. تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې د کچې په اړه کره او خپلواک معلومات نه‌دي ترلاسه شوي. په نسي ولسوالۍ کې ځايي پوځي قوماندان جمعه‌خان فاتح له تېرې سه‌شنبې راهیسې د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړی دی. د هغه نږدې کسان وايي، فاتح د نښتو په پنځمه ورځ هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او د دې ولسوالۍ ځینې کلي لا هم د هغه د ځواکونو په واک کې دي. د ازادۍ جبهې هم ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې د زېباک ولسوالۍ په دوو سیمو توپخانې او سنګلیچ کې له طالبانو سره نښتې کړې دي. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په سیمه کې د دې جبهې د ځواکونو له لوري د هاوان د توغولو شېبې ښيي. له دې سربېره، د ازادۍ جبهې د شنبې په ماښام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په زېباک کې یې…

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-16 04:31:06

مهالوېش

  1. AF International

    نرګس نهان: د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځو اساسي حقونه هم له منځه ولاړل

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-16 03:49:11

نرګس نهان: د طالبانو له واک ته رسېدو سره د ښځو اساسي حقونه هم له منځه ولاړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button