Developmentافغانستانپښتوغور

کرېکټ: هند د پچې ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه… — Bbc

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 15:36:39🎙 راډیو واورئ

د افغانستان او هند تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه په ډيلي کې ترسره کېږي. هند د پچلې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې دي. د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان، نور احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي. د هند له لوري بيا سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، شرېياس اير، تېلک ورما، اکشر پټېل، شېوم ډوبې، نېتېش کومار رېډي، روي بېشنوی، ارشديپ سېنګ او جسپريت بومره غوره شوي دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه هند په ۱۴ اور کې د اوو وېکټو په لوی توپیر ګټلې وه. په تېره لوبه کې د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې کړې وې او ناسوځېدلی پاتې شوی و. د ده تر څنګ محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې وې. له دغو دواړو لوبغاړو پرته بل کوم لوبغاړي د پام وړ منډې نه وې جوړې کړې او یو پر بل پسې ژر ژر سوځېدلي وو. له لوبې وروسته د افغانستان کرېکټ روزونکي رېچرډ پايبس ويلي وو، "موږ بنسټيزې تېروتنې وکړې، هغوی ته به له سره کتنه وکړو… بايد په خپلو بنسټيزو چارو کې ډېر دقیق واوسو." همدا…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 15:36:39

مهالوېش

  1. Bbc

    کرېکټ: هند د پچې ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-09-15 14:44:22

کرېکټ: هند د پچې ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button