د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکو آمو ته تایید کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو تېره ورځ درې مېرمنې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نشتوالي په تور نیولې دي. د دغو سرچینو په وینا، دا مېرمنې د هرات ښار پر لیلامي سړک څخه نیول شوې دي. سرچینې زیاتوي چې له نیول شویو مېرمنو څخه یوه یې په ضمانت سره خوشې شوې، خو دوه نورې مېرمنې لا هم د طالبانو په بند کې دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو مېرمنو کې یوه یې تازه له امریکا متحدو ایالتونو څخه افغانستان ته راغلې ده. د هرات ښار یوې مېرمنې، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې یاد شي، آمو ته وویل چې څو کسان ولاړل او ضمانت یې ورکړ چې د هغې خوشې شوې مېرمنې نوم ثبت نه شي، دوسیه ورته جوړه نه شي او زندان ته ونه لېږدول شي. خو د هغې په وینا، د دوو نورو نجونو د خوشې کېدو هڅې پایلې ته نه دي رسېدلي، نیول شوې نجونې زندان ته لېږدول کېږي او برخلیک یې څرګند نه دی. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو محتسبینو د شنبې په ورځ د کابل ښار د تېمنیو له دویم سړک څخه هم لږ تر لږه شل مېرمنې او نجونې نیولې وې، چې وروسته په ضمانت سره خوشې شوې. د بشري…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
طالب محتسبیونو په هرات کې درې مېرمنې نیولې دي | آمو ټلویزیون