اوکرایین کې چارواکي وايي، د دغه هېواد پلازمېنې کیېف ته نژدې د روسیې په تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه درې کسان وژل شوي دي. د شنبې سهار وختي په دغو بریدونو کې د کیېف ختیځې سیمې په نښه شوې دي. عیني شاهدانو د درنو چاودنو رپوټ ورکړی دی. څو ورځې مخکې د اوکرایین بېلابېلو سیمو کې د روسیې بریدونو ۲۱ کسان وژلي وو. د سیمهییزې پوځي ادارې مشر تېمور تکاچینکو ویلي چې د بالستیک توغندیو دغو تازه بریدونو د درېیو کسانو پر وژلو سربېره درې نور ټپیان کړي هم دي. هغه زیاته کړې چې د توغندیو د پاتې شونو غورځېدو استوګنیزو ودانیو او موټرو ته زیان رسولی او په یوه ودانۍ کې اور لګېدلی دی. هممهاله د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټېلېګرام لیکلي چې د بیړنيو خدمتونو ادارې کارکوونکي پلازمېنه کې په یوې ودانۍ او د تېلو په یوه ټانک د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي. د اوکرایین د بیړنیو خدماتو دولتي ادارې لخوا خپورو شویو تصویرونو کې ښکاري چې کیېف کې څو ځایه اورونه لګېدلي دي. دې ادارې زیاته کړې: "د قربانیانو د شمېر د روښانولو هڅې روانې دي." د عکس سرچینه، Ukraine state emergency service DSNS کیېف کې دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په لومړي ځل د سربیا پلازمېنې بلګراد ته رسېدلی دی. ټاکل شوې هغه…
Quick facts
Timeline
-
Bbc
کیېف ته نږدې د روسیې تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي – BBC News پښتو
Sources
External sources
کیېف ته نږدې د روسیې تازه بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وژل شوي – BBC News پښتو