Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پنجشېر ته سفر کړی او هلته يې د دې ولايت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې کتنه کې قومي مشرانو او مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او مشورې د کورنیو چارو له وزیر سره شریکې کړې دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ښاغلي حقاني د هغوی ستونزې اورېدلي او د مطرح شوو مسایلو د حل او اړوندو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
لنډ معلومات
ځایپنجشېر
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 23:52:45
مهالوېش
-
Bakhtar
د کورنیو چارو وزیر د پنجشېر د خلکو ستونزې واورېدې