Englishافغانستانامنیت

ملا برادر له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړولو خبر ورکړی — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-11-03 12:24:58🎙 Listen to radio

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ویلي، چې له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون په جوړولو کار کوي. سرچینه زیاتوي، د دغه کمېسیون د جوړولو طرحه د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته استول شوې ده. د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر نن سې شنه( د لړم۱۲مه) ویلي، چې د نوموړي په مشرۍ، له روسیې سره د اقتصادي همکاریو په تړاو د همغږۍ غونډه د ارګ په مرمرین ماڼۍ کې جوړه شوې وه. سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ ناستې راپور وړاندې شو. په وړاندې شوي راپور کې څرګنده شوې چې د دې کمېسیون لپاره د چارو د پرمخ بېولو ځانګړې طرحه برابره شوې ده او د وروستي تایید په موخه د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې ده.سرچینه زیاتوي: د دې ترڅنګ یادونه وشوه، هغه سند چې په تاتارستان کې د کازان اقتصادي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه چمتو شوی و، بشپړ شوی دی. د طالب چارواکو په وینا، دغه اقتصادي سند به په نږدې راتلونکي کې له روسیې فدراسیون سره په رسمي ډول لاسلیک شي.د طالبانو په خبرپاڼه کې له روسیې سره د دوی د پلان شوي ګډ اقتصادي کمېسیون په اړه نور جزئیات نه…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-03 12:24:58

Timeline

  1. AF International

    ملا برادر له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړولو خبر ورکړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-03 09:50:43

ملا برادر له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون جوړولو خبر ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button