غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar
Summary: د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ په واجان کلي کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۵۰ مترو په اوږدوالي د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې. د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثي زاده باختر اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له انکشافي بودجې څخه د ۳ میلیونه ۷۰۱ زره ۱۷۲ افغانیو په لګښت پلې کېږي او موخه یې د مرغاب سیند د غاړو تحکیم، د خلکو د کرنیزو ځمکو ساتنه او د موسمي سېلابونو له امله د احتمالي زیانونو مخنیوی دی.نوموړي زیاته کړه، چې یاد استنادي دېوال به ۲۵۰ متره اوږدوالی او دوه متره او ۲۰ سانتي متره لوړوالی ولري او د زیانمنې سیمې د نقشې له مخې به په اساسي او معیاري ډول جوړ شي.د نوموړي په وینا، د دېوال په بشپړېدو سره به د سیند غاړو د تحکیم ترڅنګ د شاوخوا ۴۵۰ کورنیو کرنیزې ځمکې د موسمي سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکو او مسوولینو د دغه پروژې د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د دېوال په جوړېدو سره به د سیند اوبو د لوړېدو او موسمي سېلابونو له امله د کورونو او کرنیزو ځمکو د زیانمنېدو ستونزې راکمې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې
سرچینې
Afghan sources
غور کې د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې