Kabulافغانستانامنیتپښتو

کابل کې پرون یو ځل بیا چاودنه شوې

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-23 08:56:51🎙 راډیو واورئ

له کابل څخه راپورونه وایي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار په لوېدیځ کې د دشت برچي سیمې یوه مارکېټ ته څېرمه چاودنه شوې ده. د سرچینو په وینا، ښايي دغه چاودنه د لاسي بم د غورځولو له امله شوې وي. سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د چاودنې د علت، هدف او د احتمالي مرګ‌ژوبلې د کره شمېر په اړه لا هم معلومات نه شته او تر اوسه حکومتي سرچینو په دې تړاو رسمي معلومات نه دي خپاره کړي. په دې وروستۍ پېښه کې، تېره اوونۍ د دوشنبې په ورځ هم په همدې سیمه کې د شمع هدایت خصوصي ښوونځي ته څېرمه چاودنه شوې وه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما د دفتر په وینا، لږ تر لږه دوه څلوېښت ماشومان پکې ټپیان شوي وو.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-23 08:56:51

مهالوېش

  1. Parstoday

    کابل کې پرون یو ځل بیا چاودنه شوې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-23 08:50:56

کابل کې پرون یو ځل بیا چاودنه شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button