د اسلامي امارت چارواکو ويلي، افغانستان له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د سیاسي ننګونو او د ځینو سوداګریزو لارو پر تړل کېدا سربېره یې سوداګرۍ، صادراتو، کانونو، کورني تولید او بېخبنايي پروژو پراختیا موندلې ده. د چارواکو د ورکړ شویو معلوماتو له مخې، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی او د ځینو اسعارو پر پرتله یې ارزښت هم لوړ شوی دی. دوی همداراز د سترو ژېخبنايي پروژو د پیل، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د کانونو د فعالیتونو له پراختیا خبر ورکوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، په تېرو پېنځه کلونو کې د کانونو، برښنا تولید، کرنې، ټرانسپورټ او سیمهییزې نښلونې په برخو کې مهم کارونه شوي دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې، د ټاپي، ټاپ او کاسا ـ ۱۰۰۰ پروژو ته ورته د سیمهییزو پروژو چارې هم روانې دي. مجاهد ویلي:« د ټاپي پروژه سمه ده، چې د افغانستان په خاوره کې روانه ده او انشاءالله په ۲۰۲۶ز.کال کې به تر هراته بشپړه شي؛ خو د هلمند او کندهار د دوه نورو پړاوونو کار پاتې دي او وروسته به له بلوچستان سره ونښلول شي. سیمه دغو پروژو ته اړتیا لري او باید سیاسي نهشي.» چارواکي وايي، په دې موده کې د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره شوې او د کانونو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News