EconomyKabulافغانستانپښتو

افغان پلاوي له هندي سوداګرو سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-17 07:55:09🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، هند ته تللي افغان پلاوي د دغه هېواد له سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه او اسانتیاوې تشریح کړې، هغوی یې پانګونې ته هڅولي او د دواړو هېوادونو په سوداګریزو نندارتونونو کې یې د سوداګرو د ګډون پر اسانتیاوو خبرې کړې دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنعت خونې له مسوولینو او یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او د ګډو اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ هند ته تللي پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنعت د خونو (PHDCCI) له مسوولینو او د کانونو، ټکنالوژۍ، کرنې، او انرژۍ په برخو کې له یو شمېر هندي سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې مولوي احمدالله زاهد په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو، بهرنیو پانګوالو ته د برابرو شوو امتیازونو او اسانتیاوو، د صنعتي فعالیتونو د پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د امکاناتو په اړه خبرې کړې او هندي پانګوال یې په بېلابېلو اقتصادي او تولیدي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-17 07:55:09

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغان پلاوي له هندي سوداګرو سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-17 12:22:33

افغان پلاوي له هندي سوداګرو سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button