افغانستانامنیتدری

معصوم ستانکزی: د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه افغانان قرباني شوي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-10 18:56:15🎙 رادیو را بشنوید

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی وایي، په تېرو کلونو کې د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه افغانان قرباني شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې لومړی ځانمرګی برید د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په نهمه نېټه پر احمدشاه مسعود وشو. د «پلان» په نوم دغه سند، چې د ۹۰۲۴ شمېرې او د ۱۴۴۸هـ.ق کال د درېیمې میاشتې د ۱۰مې نېټې په سرلیک ثبت شوی، د استخباراتو د عمومي ریاست د ۰۱۵ریاست او د هغه د پلان مدیریت پورې منسوب شوی دی. سند وايي چې پلان د اوپراتیفي معاونیت د ۱۴۴۸/۰۲/۲۸ نېټې د ۲۳۲ ګڼې هدایت پر بنسټ جوړ شوی دی. د پلان په متن کې د رسنیو، ټولنیزو شبکو، خبریالانو، بهرنیو سیاسي شنونکو او اغېزناکو شخصیتونو د کارولو له لارې د خلکو د نظرونو د بدلولو لپاره یو پراخ کمپاین تشریح شوی دی. د سند له مخې، د پلان لومړۍ موخه دا ده چې د مخالفو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې د خلکو بې‌باوري زیاته شي. په دویم پړاو کې د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د «ازادۍ جبهې» د غړو او ملاتړو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅه مطرح شوې ده. سند همدارنګه غواړي چې خلک او ځوانان د دغو ډلو له لیکو سره له یوځای کېدو منع شي. د سند له مخې، رسنۍ باید داسې تصویر…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-10 18:56:15

خط زمانی

  1. AF International

    معصوم ستانکزی: د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه افغانان قرباني شوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-10 17:38:04

معصوم ستانکزی: د طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې زرګونه افغانان قرباني شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button