د ننګرهار په حوزي روغتون کې د عصبي جراحي ناروغیو متخصص ډاکتر حامد شیر ،چې په همدغه روغتون کې د ځوانو ډاکترانو روزونکی هم دی وائي، په تیریوه کال کې ئې دخپل ټیم په ملتیا دملا او مرۍ خواوشاه یو زرو دوه سوه لوې او واړه عملیات یا آپریشنونه ترسره کړي دي. زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار ولایت د روغتیا وزارت د څانګې ددغه روغتیا پال دستاینې تر څنګ ژمنه کړې ،چې هغه ته به لانورې اسانتیاوې برابرې کړي هغه وايي ، په دې عملیاتونوکې خواوشاه څلور سوه ئې خورا سخت او پیچلي وو خو دوې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي. ډاکتر حامد شیر وایي ، اوس مهال په کور دننه ټول هغه عصبي جراحي عملیاتونه او پروسیجرونه ،چې ناروغان به ئې دترسره کیدو لپاره له هیواده بهر تلو ته اړ وو ترسره کیږي،دننګرهار عامې روغتیا ریس مولوي امین الله شریف وایي ، روغتیا وزارت ددغه روغتیا پال د کړنو پر ستاینه سربیره هڅه کوي ،چې په عصبي جراحي څانګه کې ټول هغه وسایل او تجهیزات ،چې اړتیا ورته لیدل کیږي چمتو کاندي، هغه وایي ، ددوې هڅه دا د ه چې نور ناروغان ددرملنې په موخه بهرنیو هیوادونوتګ ته مجبوره نه شي. وړاندې تر دې ،چې پاکستان د افغانانو پر مخ خپلې پولې وتړي ډیری ناروغان به د درملنې په موخه هغه هیواد ته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یو روغتیا پال تر زرو زیات دملا او مرۍ عملیات ترسره کړي دي
منابع
External sources
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یو روغتیا پال تر زرو زیات دملا او مرۍ عملیات ترسره کړي دي