Summary: د نیمروز ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ د ډک سیمې په مربوطاتو کې یې د څه باندې ٤ ټنه انساني درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده. د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس مولوي عبدالغفار محمود باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې د ګمرکي مسوولینو د عملیاتو پر مهال یو ټن او ۶۰۰ کیلوګرامه انساني درمل او ۲ ټنه او ۵۰۰ کیلوګرامه مس، چې په درېیو باروړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې له پاکستان څخه نیمروز ته قاچاق کړي، کشف او ضبط شول.د نوموړي په وینا، د یادو قاچاقي توکو په تړاو دوه تنه نیول شوي او نیول شوي توکي او موټرونه د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.د نیمروز د فرعي ګمرکاتو مسوولینو ټینګار کړی، چې د قاچاق او غیرقانوني توکو پر وړاندې به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، څو د خلکو روغتیا او د هېواد اقتصادي ګټې خوندي وساتل شي.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د نیمروز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د انساني درملو او نورو قاچاقي توکو د لېږد ګڼې هڅې د ګمرکي او امنیتي ځواکونو له لوري شنډې شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نیمروز کې د څه باندې ۴ ټنه درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
Sources
Afghan sources
نیمروز کې د څه باندې ۴ ټنه درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه