د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر وايي، د افغانستان کلیوالي سیمې د اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت لپاره د سیمهییزو ټولنو پوهې او ګډون ته اړتیا لري. دغه دفتر ویلي، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د زیانمنو هېوادونو په ډله کې دی. د کندهار په ګمرک کې د قانوني وارد شوو هندي درملو د تخلیې او په ازاده فضا کې د اېښودلو موضوع د درملو د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي. د درملو یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې د کندهار په ګمرک کې د درملو له موټرو څخه د درملو کښته کول او د لمر او باران په وړاندې اېښودل د درملو د کیفیت لپاره جدي ګواښ دی. د دوی په خبره، د درملو په ساتنه کې د نړیوالو معیارونو نه مراعاتول نه یوازې د سوداګرو پانګې ته زیان رسوي، بلکې د ناروغانو روغتیا هم له خطر سره مخ کوي. د درملو یو سوداګر په خپره شوې ویډیو کې وایي: «موږ په قانوني اسنادو درمل واردوو، خو په ګمرک کې یې له موټرو کښته کوي، لمر ته یې ږدي او د کیفیت د معلومولو په نوم یې له داسې حالت سره مخ کوي چې د خرابېدو امکان یې ډېر دی. کله چې دا درمل بازار ته وړاندې شي، بیا همدا مسوولین یې له خلکو راټولوي او سوداګر د بېکیفیته درملو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنو هېوادونو څخه دی
سرچینې
Afghan sources
ملګري ملتونه: افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له زیانمنو هېوادونو څخه دی