Healthافغانستانپښتوکونړ

کونړ کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز ته ودانۍ… — Bakhtar

روان خبرHealthکونړ1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-27 14:12:01🎙 راډیو واورئ

اسعداباد (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۵): د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په ادم‌دره سیمه کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرمز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کونړ د عامې روغتیا ریاست وایي، دغه روغتیايي مرکز (FHH) د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي همکارۍ جوړ شوی دی. دا ډول روغتیايي مرکزونه عموماً په لرو پرتو سیمو کې د لومړنیو، په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لپاره وي. د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، هڅه کوي په محرومو او لرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونه پراخ کړي. هغه وویل، د ادم‌درې اوسېدونکي مخکې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو او د دې روغتیايي مرکز په جوړېدو سره به ورته اسانتیاوې رامنځته شي. مخلص زیاته کړه چې هڅه به وشي دغه روغتیایي مرکز په اړینو وسایلو سمبال او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لازم امکانات ورته برابر شي. د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقاني هم وویل، په هېواد کې رغنیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي خلکو ته له توپیر او تبعیض پرته خدمتونه وړاندې شي.

لنډ معلومات

ځایکونړ
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-27 14:12:01

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-27 18:39:47

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button